2024-11-03

د میرویس نیکه دلوړو زده کړو مؤسسې او سیال معالجوي روغتون د استازو ناسته ترسره سوه!

یاده ناسته په سیال روغتون کي ترسره سوه، د مؤسسې په استازولي د پلان او پالیسۍ آمر ښاغلي کمال، د طب پوهنځی تدریسي مدیر ښاغلي عزیزي ګډون کړی وو، په پیل کي د سیال معالجوي روغتون سرطبیب زموږ پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د عملي کار څخه د نظارت او لیدني راپور شریک کړ، ورپسې طرفینو د محصلانو د عملي زده کړو د لا پرمختګ لپاره په خپلو کي مشورې شریکي کړې.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی محصلان عملي زده کړي په سیال معالجوي روغتون او د ستاژ دورې محصلان په مهمند نړیوال روغتون کي ترسره کوئ.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: یکشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۱۳

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د میرویس نیکه دلوړو زده کړو مؤسسې او سیال معالجوي روغتون د استازو ناسته ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03