2024-11-03

د طب پوهنځی محصلان په کندهار کي د کتلوي معافیت څخه لیدنه وکړه!

یاده لیدنه پرون یکشنبه( ۱۴۰۳/۸/۱۳) نېټه د علمي مرستیال او لارښود استاد ښاغلي ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سوه، چي د عامه اړیکو آمر ښاغلي عبدالقادر تکین، د طب پوهنځی اجرائیه مدیر رحمت الله هاشمي او محصلانو ئې ملتیا کول، په پیل کي ښاغلي ډاکټر نور او ښاغلي تکین د یاد مرکز د مسؤلینو سره ولیدل او بیا ئې د هغوي په ملتیا محصلان د واکسین پر بیلابیلو شعباتو وګرځول، مهمه برخه د واکسین د ساتني وه چي د سوړ ځنځیر مسؤل ښاغلي قدرت الله محمدي د واکسین د ساتني او حفاظت ټول مراحل تشریح کړل او بیا ئې بیلابیل یخچالونه او د هغوي د ساسنګریټ درجې محصلانو ته ور وښودلې.

محصلانو خوښي څرګنده کړل او د نورو داسي برنامو غوښتنه ئې وکړل.

د یادوني ده چي تیره اونۍ د اقتصاد پوهنځی محصلانو هم د علمي سیر په موخه د کندهار مستوفیت او حج ګروپ څخه لیدنه وکړه.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: دوشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۱۴

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د طب پوهنځی محصلان په کندهار کي د کتلوي معافیت څخه لیدنه وکړه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21