2024-11-13

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي د پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړولو مشورتي غونډه ترسره سوه!

نن چهار شنبه د روان کال عقرب میاشتي پر دروېیشتمه نېټه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د سیاسي علوم او نړیوالو اړیکو د ډيپارټمنټ د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مشورتي غونډه د یادي پوهنځی د رئیس ښاغلي فرهاد داوري په مشري ترسره سوه، چي د مؤسسې اکاډمیکو غړو، کارمندانو، د ټولنی فعالانو، د اړوند مسلک باندنیو ادارو مسؤلینو او د ټولني مختلفو اقشارو ګډون کړی وو؛ د یاد پلان د پیژندني لپاره علمی سمینار د ښاغلي استاد فرهاد داوري او ښاغلي استاد اسد الله الفت له خوا وړاندي سو.

د سواټ تحلیل لپاره ځانګړي پوښتنپاڼي پر ګډون والو وویشل سوې تر څو د خپل اند او فکر پر بنسټ ئې ډکي کړي.

نظرونه، مشورې او اندونه شریک سوه.

د یادوني وړ ده چي په هرو پنځو کلونو کي د مؤسسې او پوهنځیو په کچه ستراتیژیک پلانونه جوړیږي او د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره تګلاره، کاري اهداف، فرصتونه او لیرلید پکښي ټاکل کیږي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: چهارشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۲۳

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګي د پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړولو مشورتي غونډه ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21