2024-11-18

د محصلانو نړیوالي ورځي په مناسبت محصلانو ته مبارکي وویل سوه!

د محصلینو نړیواله ورځ هر کال د نومبر پر(۱۷مي) نېټې لمانځل کېږي. دغه ورځ د محصلانو د حقونو د ساتني، تعلیم او زده کړو ته د هغوی د لاسرسي د لوړولو په هدف په نړیواله کچه لمانځل کېږي.

دمحصلانو نړیواله ورځ د ۱۹۴۱م کال راهیسي لمانځل کيږي، کله چي په پراګ (چک جمهوریت) کي د نازیانو لخوا د چک محصلانو سره ظلم وسو. دغه ورځ د هغه ظلم پر وړاندي د مقاومت، او د محصلانو د ټولنیزي، کلتوري او تعلیمي ارزښتونو د دفاع نښه وګڼل سوه او تر ننه دغه ورځ لمانځل کېږي.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو معاون او ورسره ټیم، د مبارکۍ تر څنګ دغه ورځ محصلانو ته د هغوی د حقونو او د هغو د ستونزو اورېدو، د تحصیل د کیفیت، برابرۍ، زده کړو او میتودونو اړوند مسايلو باندي خبري په هره ټولګی کي د محصلینو سره مخامخ وکړې. ټولو محصلینو ته د کارموندني، شکایت رسوني، د مشورې او سپورټ مرکزونو او عملي کارونو اړوند مالومات وړاندي سول.

میرویس نیکه لوړ زده کړو مؤسسې هڅه کوي، چي د سیمه په سطحه علمي او په ملي او افغاني روحیه سمبال محصلین ټولني ته وړاندي کړي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ:دوشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۲۸

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د محصلانو نړیوالي ورځي په مناسبت محصلانو ته مبارکي وویل سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21