2025-08-30

د اته ويشتمي دورې متفرقه کانکور ازموینه واخیستل سول

چي په لسګونو تنو محصلينو ګډون کړی و!

نن شنبه د رواني سنبلې میاشتي پر (٨) اتمه نېټه د میرویس نیکه پوهنتون د ٢٨ دورې متفرقه کانکور ازموينه پر داسي مهال واخيستل سول چي پکښي د کندهار پوهنتون استازو او د ازمويني پروسې برخوالو ګډون کړی و.

د قرانکریم تر تلاوت کولو وروسته د ميرويس نيکه پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه پوهنتون پر خدماتو رڼا واچول، ښاغلي نور د ازمویني ګډون کوونکو ته پوره ډاډ ورکړ چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي تر څو ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړئ.

ورپسې د کندهار پوهنتون د راغلي هيئت په استازولي استاد پوهنمل محمد محتاج وویل چي کندهار پوهنتون د میرویس نیکه پوهنتون سره پوره همږغی دی، او د ځونانو څخه يې وغوښتل چي په پوره دقیقه توګه د خپل راتلونکي انتخاب وکړي تر څو ټولني ته د یو ښه مسلکي په توګه د خدمت وړ وګرځي.

د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ګډونوالو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې. ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د عمومي کانکور ازموینه اخيستل سوې ده.

د اته ويشتمي دورې متفرقه کانکور ازموینه واخیستل سول



نور اړوند خبرونه
2025-Dec-06