2025-08-30

درنو هیوادوالو مبارک مو سه!!!

د میرویس نیکه پوهنتون څېړنیز مرکز د خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کي په ملي سطحه د خپل علمي ـ څېړنیز ژورنال د فعالیت له پاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري رسمي جواز ترلاسه کړ.

‎یاد سند د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تألیف او ژباړي محترم ریاست له لوري د میرویس نیکه پوهنتون مشرتابه ته وسپارل سو؛ په یاد علمي او څېړنیز ژورنال کي به د ټولني ستونزو ته د حل لارو د موندلو تر څنګ د څېړني د فرهنګ د ترویج په موخه د لوړو علمي معیارونو په نظر کي نیولو سره د ټولنیزو علومو د حوزې اړوند علمي مقالې او څېړني ترتیب اوخپرېږي.

‎د میرویس نیکه پوهنتون مشرتابه د لوړو زده کړو وزارت له دروند مقام او د څېړني، تألیف او ژباړي ریاست د همکاریو څخه یوه نړۍ مننه کوي. د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه علمي – څېړنیز ژورنال به په هرو شپږو میاشتو کي د ټولنیزو علومو اړوند برخو کي د هغو څېړونکو څېړني خپروي چي د دې علمي ژورنال اړوند شرایط پوره کړي.

‎د میرویس نیکه پوهنتون محترم مشرتابه د خپلو استادانو، اداري کارمندانو، فارغانو او محصلانو تر څنګ د هيواد و علمي کهول ته د دې علمي ویاړ د ترلاسه کولو په مناسبت بې شمېره مبارکي وړاندي کوي او باور لري چي دا علمي لاسته راوړنه به د هیواد د علمي پرمختګ لامل سي.

درنو هیوادوالو مبارک مو سه!!!



نور اړوند خبرونه
2025-Dec-06