2025-09-02

مسلکي پرمختيايي مرکز له خوا د مديريت وظایف تر عنوان لاندي د ظرفیت لوړه وني ورکشاپ پيل سو!

نن سه شنبه د سنبلې مياشتي یوولسمه نېټه د ميرويس نيکه پوهنتون د غونډو په تالار کي د مسلکي پرمختيايي مرکز (PDC) آمريت له لوري د مديريت وظايف تر عنوان لاندي دظرفیت لوړه وني ورکشاپ پيل سو؛ چي د بيلابیلو پوهنځيو رئيسانو، آمرينو، مديرانو او اداري کارکوونکو ګډون پکښي کړى وو.

په ياد روزنيز ورکشاپ کي د قران کریم تر تلاوت وروسته د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر ښاغلي استاد بريالي روحان د مديريت اړوند مخکنۍ ارزوني ته لنډه کتنه وکړه، ورپسې ئې د مديريت، پلان، د پلان د اهدافو، د پلان جوړوني پر پروسې او دې ته ورته پر نورو بيلابيلو مسایلو بشپړ بحث وکړ.

اداري کارکوونکو ددې سمینار څخه خوښي وښودل او ژمنه ئې وکړه چي زده سوي مهارتونه به په ورځنیو چارو کي عملي کوي.

د ياده وني وړ ده، چي دا روزنيز ورکشاپ به درې ورځي دوام وکړي او د ټولو اداري کارکونکو په مديريتي مهارتونو کي به د پام وړ مثبت بدلون را منځته کړئ.

مسلکي پرمختيايي مرکز له خوا د مديريت وظایف تر عنوان لاندي د ظرفیت لوړه وني ورکشاپ پيل سو!



نور اړوند خبرونه
2025-Dec-06