2025-09-06

د میرویس نیکه پوهنتون د نوي تحصیلي کال پیغام ګرانو محصلانو!

میرویس نیکه پوهنتون رهبري تاسو هر یو ته د نوي تحصیلي کال په مناسبت مبارکي وایي، او تاسو ټولو ته د زړه له کومي و یوه علمي نهاد او مرکز پوهنتون ته ښه راغلاست وایي. د پوهي او زده کړي لار د انسانیت، روښانتیا، ویښتیا او سباوون لاره ده، دا لاره ستاسو د بریاوو لاره ده. ګرانو محصلانو په دې ټولنه کي تاسو ته ډېر لوړ علمي او معیاري کارونه ګوري؛ د خپل وطن او نسل راتلونکی ستاسو پر اوږو ولاړ دئ، هیله ده، چي دې دروند مسؤلیت ته ټول په یوه مشوره، اتحاد او اتفاق ودرېږئ!

نن شنبه، په ګرمسيرو ولايتونو کي د نوي تعليمي کال د پيل لومړۍ ورځ ده، دا ورځ دي د کتاب، قلم او علم ټولو مينوالو ته مقدمه او د خوښيو د پيلېدو زريعه وګرځي.

زموږ هېله دا ده چي تاسو د خپل وخت هره لحظه په زده کړو، څېړنو، فکر او مثبتو هڅو مصرف کړئ. پوهنتون یوازي د کتابونو د لوستلو ځای نه دی، بلکي د انسان د اخلاقو، شخصیت جوړوني او ټولنیز پوهاوي مرکز هم دی.

د ټولو محصلانو د بریا او ښې راتلونکي په هیله.

په درنښت

د پوهنتون رهبري

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۴/۶/١٥

د میرویس نیکه پوهنتون د نوي تحصیلي کال پیغام ګرانو محصلانو!



نور اړوند خبرونه
2025-Dec-06