2021-08-08

ښاغلی ادبیار د اقتصاد پوهنځی د تدریسي مدير په حيث معرفي سو!

نن یکشنبه د زمري میاشتي پر اوولسمه نېټه ښاغلی قیس احمد ادبيار د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي له لوري د اقتصاد پوهنځی د تدريسي مدير په صفت اداري کارمندانو ته معرفي کړل سو؛

په یاد معرفت کښي د پوهنځیو رئيسانو او د ادارو مسؤلينو هم حضور درلود.

په معرفت غونډه کي دوکتور صافي نومړي ته مبارکي وویل

او په کارونو کي یې د بریالیتوب هیله ورته وښودل.

ادبيار صاحب د رهبري او ټولو اداري همکارانو څخه مننه وکړل چي پر دوی يې باور وکړ او دا دروند مسؤلیت يې ورته وسپارئ همدارنګه هیله وکړل چي په کارونو کي به ورسره همکاره پاتیږي تر څو د مؤسسې ټاکل سوي اهدافو ته په ښه توګه رسيدګي سوې وي.

د یادوني وړ ده چي د سرطان میاشتي پر اوومه نېټه د یو شمير خالي بستونو لپاره په شفاف ډول ازموينه اخيستل سوې وه چي د ازمويني د نتایجو څخه وروسته بريالي سوي کسان خپلو دندو ته معرفي کړل سول.

ښاغلی ادبیار د اقتصاد پوهنځی د تدریسي مدير په حيث معرفي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23