2021-09-05

لوی استاد علامه عبدالشکور رشاد (رح)

زموږ د هيواد علمي شخصيتونه

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

علامه رشاد رح څوک و او کوم اثار يې لیکلي دي؟

د افغانستان او سيمي وتلى او نامتــو عالـــم ،څېړونكى، مؤرخ، ليكوال او شاعر علامه عبدالشکور رشاد

اكاډيميسن پوهاند رشاد د ۱۹۲۱ م كال د نومبر پر ۱۴ ( د ۱۳۰۰ ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې ، چي دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ دعلم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداګر او ورنيكه يې ( غور نيكه ) محمد جان خان، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك سكو خاوند او دمعاصر افغانستان دبنسټ ايښودنكي ستر احمدشاه بابا ( ۱۷۴۷ ? ۱۷۷۳ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و.

دا كورنۍ پخوا دپاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده ، لكه نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالك ) او ګل محمد خان بابړ چي د ( امين الملك ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان چاري ور دغاړي وې ، دلوي احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي شهزاده زمان چي وروسته له خپل پلار تيمور شاه څخه پر تخت كښېناست او دشاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه كړ ، خسر يې هم و .

داستاد رشاد په روزنه او پالنه كي په لومړي ګام كي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د ګوربت مجلې سره په مركه كي وايې :

"زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ﷻ ورحميږي زه يې روزلى ، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ۱۳ كلنۍ كي زما له سره څخه ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً ۶۹ ( اوس ۷۳ ) كاله وړاندي ما انګرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره سره ويلي دي ، پاړسي كتابونه مي لكه ګلستان ، بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره سره لوستي ، البته نور استادان مي هم درلوده، خو لومړى استاد مي پلار و ."

او همدارنګه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه .

خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ۱۹۳۳ م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ۱۹۳۴ م كال يې پر ديارلس كلنۍ د ښوونكي په توګه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاګردان به يې تر ده مشران هم وه .

په ۱۹۴۶ م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ۱۹۴۷ م كال دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له ۱۹۴۷ م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانګړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام وركړ ، چي د "لودي پښتانه" كتاب ، چي ۴۲۰ مخونه لري او "سوري پښتانه" چي 400 مخونه لري يې ښه بيلګي دي او دهغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليكدود هم زده كړ او څه سانسګريټ او انګرېزي ژبي يې هم وكوتي . ۱۹۵۲ م كال د ويښو ځلميانو چي د افغانستان لومړي ملي ديموكرات ګوند و ، د استازي په توګه د كندهار د ښاريانو له خوا پارلمان ته انتخاب سو خو دكندهار د والي عبدالغني خان ( قلعه بيګي ) او دچارواكو دمخالفت په وجه چي د ويښ ځلميانو او پوهاند رشاد سره يې درلود د دوى د رائيو صندوق د پوليسو له خوا ضبط او دى دښاروالۍ له تالار او انتخاباتي حوزې را وايستل سو . په ۱۹۵۷ م كال دپښتو ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل سو چي وروسته بيا دپښتو ټولني د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو ، سره له دې چي دكابل پوهنتون دژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ۱۹۶۱ م كال دپخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورګ (پخوانى لينن ګراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانګي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ۱۹۷۴ م كال كي تر لاسه كړه، څو د۱۹۷۸ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره ? سره يې خپلي علمي او فرهنګي اړيكيد كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره وساتلې.

استاد رشاد لومړى شعر په ۱۹۳۴ م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ۱۹۳۸ م او لومړى څېړنيزه ليكنه په ۱۹۴۱ م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي . دده په وينا له ۲۶ كلنۍ څخه د ويښو ځلميانو د نهضت غړى و .

د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له ۱۹۹۲ م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جګړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړي او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ۱۹۷۹ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او دموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي: " زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا ګوند هغه ګوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ ."

د ۱۹۷۸ م كال تر پيښي را وروسته بيا تر ۱۹۹۲ م كال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولګه د " ملحد شاهۍ" په نوم ليكلې او د ۱۹۹۲ م كال څخه بيا تر ۱۹۹۶ م كال پوري يوه شعري ټولګه د"تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ" په نوم ليكلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د " طالب شاهۍ" په نوم يوه شعري ټولګه ليكلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي ، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ ، د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .

ارواښاد استاد به تل دا ويل چي " هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم ."

ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره كي تېر كړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (۴۹) اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي :

چاپي اثار:

1. ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۷۸ م كال د كودتا څخه تر ۱۹۹۲ م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده.

2. تنظيم شاهي ، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۹۲م كال څخه تر ۱۹۹۶ م كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكي سوى د ى .

3. طالب شاهي ، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ سوې ده.

لوی استاد علامه عبدالشکور رشاد (رح)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24