2021-09-13

لوی استاد عبدالرؤف بېنوا (رح)

زموږ د هيواد علمي شخصيتونه

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

عبدالروف بينوا د مفتي عبدالله زوی دی، چې په خټه عليزی او د هلمند د موسي کلا د سيمې دی، خو په ۱۲۹۲ل ١٩١٣ م کال کې په کندهار کې زيږيدلی دی. د بېنوا پيدايښت په علمي او سياسي کورنۍ کې سوی دی، چې کورنۍ يې لا د بېنوا د زيږيدو څخه مخکې په کندهار او سيمه کې ځانګړی شهرت درلودی. د بېنوا پلار، نيکه او د کورنۍ نور غړې د علمي او پوهنيزو چارو تر څنګ په سياسي چارو هم بوخت وه، له همدي کبله يې د خلکو په منځ کې ځانګړی ارزښت او درنښت درلودی.

لکه څرنګه چې د بېنوا پيدايښت په علمي او درنه کورنۍ کې وسو، نو د ډير کوچېنوالي څخه د علم او پوهي په زده کړې باندي بوخت سو، او د کورنۍ لخوا يې همدا لار ورته وټاکل سول. همدارنګه بېنوا د خپل ځانګړې استعداد او خدای ورکړې لياقت پر بنسټ لومړی ديني علوم د خپل ورور مولوی عبدالکريم حقاني تر استادۍ لاندي تر زياته بريده زده کړل او د مولويتوب مقام ته ورسيدی، بيا يې د ادب او شعر و ډګر ته ورودانګل او ډير ژر يې پښتو، فارسي او عربي ادبيات ولوستل، چې د خدای ورکړي نبوغ له امله ډير ژر پدي کې هم لوړو پوړيو ته ورسيدی.

د بېنوا فکري بنسټ پر ملي يوالي باندي کښېښول سو او د ژوند تر پايه يې ملي مبارزه او ملي هڅي کولي، بېنوا ځان په ځانګړي قومي، سياسي، سمتي، ټولنيزو او نورو ډلو پوري نه تړی بلکي دده تلنلاره ملي وه او تل يې ملي فکر کاوه. که څه هم بېنوا د پښتو ژبي د شعر، ادب، تاريخ او هنر د سرلارو څخه وو، خو همداسي يې په دري، عربي او نورو ژبو کې هم اثار ليکلي دي.

د بېنوا سياسي فکر او تلنلاره پر ډيموکراسۍ او سياسي پلوراليزم باندي ولاړه وه، ده ډيموکراټيکي هلي ځلي کولي او تل يې د خلکو په ملاتړ سياسي مبارزه کول. له همدي کبله بېنوا په سياسي ډګر کې د خلکو د منځ سړی و او د خلکو پر زړونو يې سياسي واکمني درلوده. بېنوا د خپلي ځانګړي لياقت او سياسي وړتيا له امله د وخت د حکومت لخوا پر زياتو سياسي پوسټونو باندي ګمارل سوی دی، چې په خپله هره دنده کې يې بي ساري نوښتونه راوستي وه او د سياستوالو لخوا يې سياسي پوهه منل سوي وه، نو ځکه يې په کور دننه او بهر کې يو شمېر سياسي پوسټونه ور دغاړي کړي وه.

هغه مهال چې بېنوا د کندهار څخه کابل ته ولاړی او د خپل ورور مولوي حقاني په کور کې استوګن سو، له همغه وخته ده پر ادبي مطالعاتو سربېره سياسي مطالعات هم پيل کړه او د وخت د سياسي بهير سره يې ځان عيار کړ. بېنوا هغه مهال کابل ته ولاړی، چې دا وخت د افغانستان د سياسي تاريخ ډيره حساسه مقطع وه او د افغانستان اوسنۍ زياتره سياسي پيښي د همغه وخته سرچېنه اخلي.

که څه هم بېنوا د شعر، ادب او هنر د سرلارو څخه و، خو بيا هم د اړتيا له امله سياست ته ورګډ سو، او په خپله بې ساري پوهي سره يې د افغانستان په سياسي ډګر کې زيات نوښتونه او ډيري لاسته راوړنې ودرلودلي. د بېنوا ځانګړې فکري تلنلاره او علمي وړتيا ددي لامل سول، چې په ادبي او سياسي برخو کې وځليدی او د افغانستان ولس ته يې بې ساري چوپړونه وکړل. بېنوا پر کورنيو سياسي دندو سربېره ډيپلوماټيک شخصيت هم درلودی او د وخت د چارواکو لخوا پر زياتو ډيپلوماټيکو او غيري ډيپلوماټيکو دندو باندي و ګمارل سو، چي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کې يې هم ستره ونډه درلودلي ده او د وخت د حکومت لخوا د افغانستان د بهرنيو اړيکو د ټينګولو پر چارو هم ګمارل سوی و.

د بېنوا سياسي افکار:

بېنوا د ادب د مطالعاتو سره سم د سياسي بهير په لوستنه هم پيل وکړ، هغه مهال چې بېنوا په کابل کې په مطالعاتو او دندو بوخت و، دا هغه مهال و، چې په کابل کې سياسي خوځښتونو او حرکتونو پيل کړی و، د ټولني د هر پوړ لپاره ځانګړی سياسي حرکت شتون درلودی نو ځکه روڼ آندو، ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو او سياستوالو په يوه نه يوه شکل د ځانګړې سياسي خوځښت سره تړاو درلودی. لکه څرنګه چې بېنوا ملي فکر درلودی او ملي مبارزه يې کول، له همدي کبله يې تر ډيره بريده ځان خپلواک ساتئ خو کله ناکله سياسي بهير د انسانانو پر ژوند باندي ډير ژور اغيز کوي او انسان د خپل دريځ څخه اړوي، نو د کابل د همغه مهال سياسي حرکتونو بېنوا هم په غيږ کې واخيستی او د ويښ زلميانو په سياسي حرکت کې ورګډ سو، بېنوا د ويښ زلميانو د سياسي حرکت د بنسټګرو او سرلارو څخه و. لکه څرنګه چې د ويښ زلميانو سياسي حرکت کې ټول ملي اشخاص وه او ملي مبارزه يې د زړه د تله کوله نو بېنوا هم د همدي مبارزينو په ډله کې راغلی، خو ددي تر څنګ بېنوا د کوم سياسي حرکت او سياسي هستي سره ټکر نه درلودی هر څه يې د افغانستان د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتلو لپاره کول. له همدي کبله بېنوا په ولس او چارواکو کې ځانګړی ګرانښت درلودی. روح یې ښاد یاد یې تل پاتی.

لوی استاد عبدالرؤف بېنوا (رح)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24