2022-02-02

په ټولنیزو رسنیو کي د خوندي پاتي کېدلو لپاره 10 لس ضروري لارښووني:

عمومي معلوماتي برخه

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

نن سبا مونږ او تاسو له ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام، سنپ چټ، ټک ټاک او نور داسي زیاتي ټولنیزي رسنۍ سته چي دغه لارښووني په کښي ډیري مهمی دي. دغه رسنۍ چی مونږ او تاسو یې د مجازي نړۍ کي له نورو سره وصل کړي یو.

دغه ټولنیزي رسنۍ کېدای سي موږ ته خورا زیات زیان واړوي، نو پدې خاطر په ټولینزو رسنیو کی د خوندي پاته کېدلو لپاره موږ تاسو ته لس ۱۰ غوره لارښووني در په ګوته کړي.

دا مو هم له یاده ونه وځي: د Prisma Photo Editor وړیا ډانلوډ

لارښووني:

1- یو غښتلی پټ نوم یا پاسورډ وکاروئ. ستاسو پاسورډ چي څومره لوی او غښتلی وي هغومره به تاسو خوندي پاته سئ.

2- د مختلفو ټولنیزو رسنیو د استعمال پر وخت مختلف پاسورډ استعمال کړئ. ځیني خلک سته چي ټولو رسنیو ته یې یو شان پاسورډ ورکړی وي. نو په دې سره به ستاسو معلومات خوندي نه وي.

3- په زیاتو ټولنیزو رسنیو کي د خوندي پاتي کېدو لپاره امنیتي ځوابه پر فعالیږي. نو تاسو هم دغه ځوابونو له مخکي په خپلو ټولنیزو رسنیو کې فعاله کړئ.

4- که چېري تاسو ټولنیزي رسنۍ په خپل تلیفون کي استعمالوئ نو ډاډ ترلاسه کړئ چی ستاسو تلیفون پټ نوم یا پاسورډ ساتي.

5- هغه څوک چي نه یې پیژنئ د ملګرتیا لپاره ورته درخواست مه کوئ. او هم هغه څوک چي نه پیژنئ د ملګرتیا درخواست یې مه قبلوئ. کېدای سي دا ملګرتیا ستاسو لپاره خطرناکه اوسئ.

6- لینکونه په احتیاط سره خلاصوئ، مطلب که چېري کوم لینک تاسو ته خطرناک ښکاره سو نو مه یې خلاصوئ. ټولینزي رسنۍ اکثره د همدې خطرناک لینکونو په واسطه هیک کیږي.

دغه لارښووني هم مهمه دي:

1- ډیر پام وکړئ چی تاسو څه شریکوئ. هیڅکله خپل حساس شخصي معلومات لکه د اوسېدو ځای، مالي معلومات، تلیفون شمېره او همداسې نور هغه معلومات چی تاسو نه غواړئ له نورو سره شریک کړئ. څومره زیات چی تاسو شریکوئ نو هغومره به ستاسو هویت غلا کیږي.

2- د هري ټولینزي رسنۍ د استعمال څخه مخکي کوښښ وکړئ چي د هغوی د محرمیت له پالیسۍ سره اشنا سئ، چي ایا دوی ستاسو معلومات پټ ساتي او کنه تاسو باید خپل معلومات پټ کړئ.

3- خپل کمپیوټر مو د انټي وایرس په انسټالولو سره خوندي کړئ. او همدارنګه ډاډ ترلاسه کړئ چي ستاسو وینډوز، براوزر او نور سافټویر تر همدې تاریخه پوري اپډیټ دي او کنه.

4- په یاد وساتئ، کله چی مو خپل کارونه مکمل کړل نو له رسنۍ څخه ووځۍ.

لیکنه: یاران

په ټولنیزو رسنیو کي د خوندي پاتي کېدلو  لپاره 10 لس ضروري لارښووني:



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24