2022-04-25

د تهجد لمانځه فضيلت او طریقه

ټولنيزه اسلامي برخه

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).

له فرضي لمونځ څخه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د تهجد لمونځ دی.

د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.

د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه (۲) متوسط يې څلور (۴) او زيات يې اته (۸) يا دولس (۱۲) ركعتونه دي.

د تهجد لمونځ فضیلت:

تهجد لمونځ د فرضي لمونځونو څخه وروسته تر ټولو افضل لمونځ دی، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي:

«وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل»

(رواه مسلم).

د تهجد لمونځ په ټولو نفلي لمونځو كي ثواب زيات لري

او طريقه يې داسي ده:

كله چي مسلمان ورور د ماخوستن تر لمانځه وروسته بيده سي او د څه وخت خوب كولو وروسته بېرته راويښ سي همدغه وخت د تهجد د لمانځه دئ په دغه وخت كي دوه، يا څلور ، يا اته او يا دوولس ركعته نفل وكړ، وروسته كه وخت وي بېرته بيده سئ په دې شرط چي د سهار لمونځ درڅخه قضا نه سي او كه وخت نه وي نو بېرته په عبادت اخته سئ څو سهار سي او د سهار لمونځ په جماعت ادا كړي.

د تهجد د لمانځه زيات ثوابونه په احاديثو كي راغلي ، چي د بې شمېره بركتونو او رحمتونو سبب ګرځي، د تهجد په وخت كي دعا قبليږي، پاته دي نه وي، چي د تهجد د لمانځه تر نيت کولو څخه مخکي لاندي دعا ووايي:

اللهم اني اعوذبك من ضيق الدنيا وضيق يوم القيامة

ژباړه: اې الله! ( زه ددنيا او اخرت دتنګيو څخه پناه غواړم).

(سنن ابي داود باب ما يقول اذاصبح)

ماخذ: ټولنيزي پاڼي او د حماد صاحب د ليکني څخه

د تهجد لمانځه فضيلت او طریقه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23