2022-05-19

د نشراتو آمریت د ثور میاشتي نوبتي غونډه ترسره سول!

یاده غونډه نن یکشنبه د رواني ثور میاشتي پر ۲۵مه نېټه د ميرویس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور په مشري د غونډو په تالار کي ترسره سول چي پکښي د نشراتو آمریت آمر محب الله هوتک، د پوهنځيو استازو، او د نشراتو کمېټې غړو ګډون کړی وو.

په پیل کي ښاغلي هوتک د تیري غونډي مهمو موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل او همدارنګه يې د محصل د دوهمي ګڼي مجلې په اړه جزیات ورکړل.

ورپسې د اجنډا سره سم د نوي محصلینو د ښه راغلاست پر غونډي بحث وسو او پرېکړه وسول چي د یادي اونۍ په جریان کي ذي غونډه جوړه او تر څنګ يې د تیر سمسټر ممتاز محصلین هم وستایل سي.

همدارنګه د محصلینو د ظرفیت لوړوني او عملي کارونو په موخه ترتیب سوې طرحه وړاندي سول چي د کمېټې د ګډنوالو د بحثونو او نظریاتو شریکولو وروسته تاید سول.

او پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو بحثونه وسول وروسته

تر هغه غونډه په دعایه سره پای ته ورسیدل.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په خپل کاري چوکاټ کي د چارو د لا ښه تنظیم لپاره ځانګړې کمېټې لري چي وخت پر وخت د چارو د ښه ترسره کولو په موخه غونډي کوي.

د نشراتو آمریت د ثور میاشتي نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23