2022-06-07

د نشراتو آمریت نوبتي غونډه ترسره سول!

یاده غونډه د ميرویس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور په مشري نن سه شنبه ( ۱۴۰۱/۴/۷ ) د غونډو په تالار کي ترسره سول، چي پکښي د نشراتو آمر محب الله هوتک، د پوهنځيو رئیسانو، او د نشراتو کمېټې غړو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکریم په تلاوت کولو پيل سول چي ورپسې ښاغلي هوتک د تیري غونډي مهمو موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل او همدارنګه يې د محصل د دوهمي ګڼي مجلې په اړه جزیات ورکړل.

وروسته د اجنډا سره سم د پوهنتون پر نوې ګڼه خبري بولټین بحث وسو چي په راتلونکې میاشت کي به چاپ او لوستونکو ته به په واک کي ورکول سي.

هوتک صاحب په خپلو خبرو کي وویل چي د نشراتو آمریت د کلني پلان مطابق به ډېر ژر د یو شمېر فرهنګي اشخاصو، لیکوالانو او ادیبانو د ستایني په ویاړ غونډه ترتیب او جوړه کړي.

په ورستۍ برخه کي د کمېټې ګډنوالو پر یو شمېر نورو متقرقه موضوعاتو هم بحثونه وکړل

چي وروسته تر هغه غونډه په دعایه سره پای ته ورسیدل.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په خپل کاري چوکاټ کي د چارو د لا ښه تنظیم لپاره ځانګړې کمېټې لري چي وخت پر وخت د چارو د ښه ترسره کولو په موخه غونډي کوي.

د نشراتو آمریت نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23