2023-09-30

په جنوب زون کندهار کي په لومړي ځل سوداګريز مشورتي مرکز پرانيستل سو!

نن شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې او کورداید نړیوالي مؤسسې په ګډه همکاري د جنوب زون د تجارانو، متشبثینو، صنت کارانو او سوداګریزو شرکتونو د پرمختیا او مسلکي روزني په موخه (میرویس نیکه سوداګریز مشورتي خدماتو مرکز) د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل سو.

چي د یاد مرکز د پرانيستي لپاره ځانګړي مراسم ترتیب سوي و د پروګرام پيل د قرانکریم په مبارکو ایاتو سره وسو وروپسې د میرویس نیکه تعلیمي او تحصيلي ګروپ مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي ټولو راغلو ګډنوالو ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ يې د دې نوي مرکز د پرانيستي تبريکي د ټول جنوب زون خصوصا د کندهار ولایت تجارانو او صنعت کارانو ته وویل ښاغلي ډاکټر نعيمي وویل چي د دې مرکز په مرسته به تاسو وکولای سئ نړیوال بازار ته لاره پيدا کړی او په خپلو تولیداتو او تجارت کي مو پرمختګ راسي.

په غونډه کي د تجارت خوني رئيس حاجي صديق مومند ویل چي د تجارانو لپاره د داسي معیاري مرکز رامنځته کيدل ډير اړین و چي په دې سره به تجاران خپل تجارت کي پوره پرمختګ راولي یو د بل سره به وخت پر وخت خپلي تجربې، نوښتونه او ستونزي شریک کوي او پر حل لارو به یې کار کیږي.

همدارنګه د معدن او صنایع خوني رئيس سید سرور اغا آماني د میرویس نیکه سوداګریز مشورتي خدماتو مرکز پر پرانيستنه خوښي ښکاره کړل او په دې برخه کي يې د ټولو څخه وغوښتل چي د یاد مرکز په فعاله ساتلو کي پوره ونډه واخلو او خپل صنعت ته پرمختګ ورکړو.

د کندهار پوهنتون رئيس مولوي اکرم شاه عاصم د ټولني د اقتصادي پرمختيا لپاره دا یو ښه ګام یاد کړ او مؤسسینو څخه يې په یاده برخه کي خوښي څرګنده کړل.

په غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې پر پيژندني او فعالیتونو باندي ښاغلي استاد فرید احمد شيرزاد بحث وکړ او همدارنګه د میرویس نیکه سوداګریز مشورتي خدماتو مرکز پر پېژندنه، ارزښتونو، ګټو او فعالیتونو باندي ښاغلي استاد بریالي روحان بحث وکړ.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې لخوا د کورداید نړیوالي مؤسسې د فعالیتونو د ستایني په موخه ورته ترتیب سوی ستاینلیک د د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رئيس صاحب صديقي په لاس د یادي مؤسسې رئيس ته ورکول سو.

وروسته په ګډه د میرویس نیکه سوداګریز مشورتي خدماتو مرکز پټۍ د سکتوري رئيسانو، تجارانو، علماء کرامو او استادانو لخوا پرې او ګټي اخيستني ته وسپارل سو.

د یادوني وړ ده چي په نوموړي پروګرام کي د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ مؤسس، د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس، د کوردایډ نړوالي مؤسسې رئيس، د دولتي او سکتوري رياستونو استازو، د مؤسساتو مسؤلینو او اداري پلاوي ګډون کړی و.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۷/۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

په جنوب زون کندهار کي په لومړي ځل سوداګريز مشورتي مرکز پرانيستل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23