2023-10-01

د اقتصاد پوهنځي محصلينو د اتحاد کول کولا فابريکې څخه ليدنه وکړل!

نن شنبه ۱۴۰۲/۷/۹ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی محصلين د پلان مطابق د علمي سير په موخه د اتحاد کول کولا دولتي فابرېکې څخه پر داسي مهال لیدنه وکړل چي ورسره د محصلانو چارو مرستیال او د اقتصاد پوهنځی رئيس شتون درلود دی.

په یاده لیدنه کي د اتحاد کول کولا استازي ښاغلي حشمت الله مجددي ټولو محصلینو ته ښه رغلاست وویل او همدارنګه د فابريکې د ماشينرۍ او تولیداتو په اړه يې بشپړ معلومات ورکړل.

محصلین د فابريکې په ټولو برخو باندي وګرځول سول او د مسؤلینو لخوا

د هري برخي د استعمال په اړه معلومات ورکول کیده.

د اقتصاد پوهنځی رئيس ښاغلي عبدالحميد عیان وویل چي د علمي سیر څخه مو هدف دا دی

تر څو محصلین عملا ساحه د نږدې وویني او په عملي زده کړو کي ورته اسانتیاوي رامنځته سي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم او اقتصاد پوهنځیو محصلینو لپاره د عملي زده کړو مختلفي برنامې پلان کړي او لړۍ يې جریان لري.

د اقتصاد پوهنځي محصلينو د اتحاد کول کولا فابريکې څخه ليدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23