2023-09-06

د اسلامي عقيدې اړوند سيمينار اداري او خدماتي کارمندانو ته وړاندي سو!

نن يکشنبنه ۱۴۰۲/۷/۲ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي

د دعوت او ارشاد آمریت د پلان سره سم اداري او خدماتي کارمندانو ته د اسلامي عقېدې تر عنوان لاندي سيمينار د حافظ مولوي احمد نعماني لخوا وړاندي سو.

په یاد سيمينار کي پر اسلامي عقيدې بشپړ بحث وسو

او تر څنګ يې د اسلامي عقېدې فضایل بیان کړل سول.

د یادوني وړ ده چي د دعوت او ارشاد آمريت په اونۍ کي یو ځل علمي سيمينارونه په لاره اچوي او تر څنګ يې د اسلامي زده کړو او ترجمې لړۍ هم په جريان لري.

د نشراتو آمريت

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۷/۲

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د اسلامي عقيدې اړوند سيمينار اداري او خدماتي کارمندانو ته وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23