2023-08-16

د ميلاد النبي شريف ورځ په علمي سيمينار او د قرانکريم په ختم کولو سره ولمانځل سول!

نن چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵نېټه چي د ميلاد النبي ص د ورځي سره سمون لري د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او فرهنګي کمېټې او دعوت ارشاد آمريت په ګډه همکاري یاده ورخ په علمي سيمينار او د قرانکريم په ختم کولو سره ولمانځل سول.

په یاده لمانځغونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري پلاوي تر څنګ د کندهار پوهنتون رئيس او راغلی پلاوی، د امام نخعی جامعي استازي، ديني علماء کرامو، محصلینو، اداري کارمندانو او استادانو ګډون کړی و.

پروګرام د ماځيګر تر جومات کولو وروسته د نبي کریم ص د ژوند او شخصيت پر پېژندنه پيل سو او رسول الله سیرت او صورت په مفصل ډول ګډونوالو ته د علماء کرامو لخوا واضح کړل سو.

د یادي ورځي پر ارزښت جلا جلا ویناوي وسوې او ځينو خرافاتو د مخینوي په موخه

وویل سول چي د دې ورځي علمي او معلوماتي لمانځنه تر ټولو بهتره لاره ده

کوښښ باید وسي چي دا ارزښت لرونکي ورځي ټولني ته په همداسي مهمو پروګرامونو کي ور وپيژندل سي.

ورپسې د قرانکریم د ختم کولو خاتمه د مولوي احمد نعماني لخوا وویل سول

او همدارنګه د دعایه په کولو سره پای ته ورسېد دی.

ورځ: چهار شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۷/۵

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

د ميلاد النبي شريف ورځ په علمي سيمينار او د قرانکريم په ختم کولو سره ولمانځل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23