2023-09-13

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!

نن پنج شنبه د سنبلې میاشتي پر ۳۰مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سول ورپسې علمي مرستیال

ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

وروسته د اجنډا سره سم د پوهنځیو پرندريسي بهیر بحث وسو

او د پوهنځیو مسؤلینو د روان بهیر په اړه د غونډي ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

همدارنګه په یاده علمي شورا کي علمي مرستیال

د راتلوونکي ربعې پلان او تیري ربعې راپور وړاندي کړ.

په غونډه کي پر یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو هم خبرې وسوې

او د غونډي په وروستۍ برخه کي ځیني مهم اسناد تاید کړل سول.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي

او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۶/۳۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22