2023-10-17

د کائناتو پر رازونو او پېژندني علمي سيمينار وړاندي سو

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د دعوت او ارشاد آمریت د پلان سره سم دعوت سوی د دايکندي پوهنتون رئيس ښاغلي انجنير محمد ناصر نېکزاد د کائناتو پر رازونو او پيژندني بشپړ بحث وکړ.

په یاد علمي سيمینار کي د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس محمد واسع صديقي، د پوهنځيو رئيسانو، اداري مسؤلینو او محصلینو ګډون کړی و.

ښاغلي نيکزاد صاحب د اسمانونو، کهکشانونو، سپوږمکيو، ستورو

او ځمکي اړوند معلومات د ګډونوالو سره شریک کړل.

د یادوني وړ ده چي د دعوت او ارشاد آمريت په اونۍ کي یو ځل علمي سيمينارونه په لاره اچوي او تر څنګ يې د اسلامي زده کړو او ترجمې لړۍ هم په جريان لري.

د کائناتو پر رازونو او پېژندني علمي سيمينار وړاندي سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22