2023-10-17

عمومي رئيس د صنعت او معدن خوني د رئيس سره د صنعت کارانو پر همږغۍ ناسته وکړل

پرون سه شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس محمد واسع صديقي د کندهار ولايت د صنعت او معدن خوني د رئيس سید سرور آغا آماني سره د صنعت کارانو پر همږغي او د اړیکو پر میکانیزم مجلس وکړ.

په یاد مجلس کي ښاغلي صديقي صاحب د میرویس نیکه سوداګريز مشورتي خدماتي پر مرکز رڼا وچول او تر څنګ يې د نوموړي مرکز خدمات او مکانات شریک کړل تر څو د صعت او معدن خوني سره په ګډه همکاري صنعت کاران وخت پر وخت وکولای سي ورڅخه استفاده وکړي.

ښاغلي اماني صاحب د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه خوښي وښودل او منني تر څنګ يې وویل چي په هیواد کي ستړې طبقه همدا صنعت کار دی باید تر خپله وسه يې همکاري وکړو همداراز ښاغلي آماني وویل چي په نږدې راتلونکي کي به په نوي جوړ سوي بیزنیس هب کي د صنعت کارانو ګډ مجلس ولرو تر څو د دوی د خولې واورو چي کومي ستونزي لري او د حل لپاره يې څه کولای سو.

همدارنګه په مجلس کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی رئيس عبدالحميد عیان د صنعت کارانو سره د مشورې او بیزنیس پلانونو په برخه کي پوره ډاډ وړاندي کړ چي د اقتصاد پوهنځی د استادانو په مرسته به ترتیب کیږي.

د یادوني وړ ده چي د جنوب زون په کچه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې لخوا

د صنعت کارانو، تجارانو او متشبثينو لپاره د میرویس نیکه سوداګريز مشورتي خدماتي مرکز پرانيستل سوی دی تر څو په یادو برخو کي يې ستونزو ته رسيدګي وکړي.

عمومي رئيس د صنعت او معدن خوني د رئيس سره د صنعت کارانو پر همږغۍ ناسته وکړل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22