2023-10-21

د رهبري شورا نوبتي غونډه ترسره سول

نن شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري شورا غونډه د عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي په مشري ترسره سول چي پکښي د یادي مؤسسې مؤسس ډاکټر صاحب فاروق نعيمي، د میرویس نیکه خصوصي روغتون استازي، علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د پوهنځی رئيسانو او د کمېټې غړو ګډون کړی و.

غونډه د قران پاک د مبارکو اياتونو په تلاوت کولو سره پيل سول ورپسې عمومي رئيس ښاغلي صديقي صاحب د تیري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل او تر څنګ يې د ترسره سو کړنو په اړه معلومات شریک کړل.

د اجنډا سره سم د میرویس نیکه خصوصي روغتون د چارو د نظارت راپور د علمي مرستیال لخوا شریک سو او په اړه يې یو لړ تصمامیم او پریکړي وسوې.

همدارنګه د محصلینو د انټرشيپ پر پروسه باندي بحث وسو تر څو د جوړ سوي پلان مطابق د ټولو پوهنځیو محصلینو ته د کار کولو په برخه کي زده کړه وکولای سي او محصلینو په مختلفو ارګانونو کي د انټرن په حیث مقرر کړل سي.

په غونډه کي د پوهنځیو د رئیسانو څخه غوښتنه وسول چي په دوامداره توګه دي د محصلینو سره په اړیکه کي و اوسي تر څو د ستونزو پر وخت رسيدګي ژر سوې وي.

په غونډه کي پر یو لړ متفرقه موضوعاتو هم بحث وسو او په اړه يې مهمي پريکړي وسوې.

د یادوني وړ ده چي رهبري شورا د هري میاشتي په وروستیو ورځو کي

د لوړ رتبه مامورینو تر منځ ترسره کیږي.

د رهبري شورا نوبتي غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22