2023-10-22

د علمي شورا اووم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!

د علمي شورا اووم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!

نن یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا اووم پروتوکول غونډه ترسره سول چي پکښي عمومي رئيس محمد واسع صديقي، مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال او د علمي شورا غړو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتو په تلاوت کولو پيل سول

وروسته علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري غونډي موضوعاتو ته کتنه وکړل

او د ځينو کړونو په اړه يې خپل راپور شریک کړ.

وروپسې د اجڼدا سره سم پر نوي جوړ سوي طرزالعملونو بحث وسو

چي د تر نظریاتو شریک کولو وروسته د رایو په اکثریت سره تائد سول.

همدارنګه د محصلینو پر شل سلنه ازموینه بحث وسو چي د ازمویني کمېټې ته دنده وسپارل سول تر څو د پوهنځیو سره په همکاري د شل سلنه ازموینو مهالویش جوړ او د دې اونۍ په پای کی د محصلینو سره شریک کړل سي.

په غونډه د علمي مرستیال تر څنګ محصلانو چارو مرستیال انجنير نوید احمد داوزي او مالي او اداري مرستیال بخت محمد ریحان د تیري ربعي د کړنو راپور د ګډنوالو سره شریک کړ او یو لړ وړانديزونه يې وړاندي کړل.

ورپسې د اقتصاد، طب حقوق او سياسي علومو پوهنځیو د علمي شورا د کتابونو د ارزوني په موخه وکتل سول او په اړه يې ځيني سپارښتني وسوې.

په غونډه کي پر یو لړ متفرقه موضوعاتو هم بحثونه وسول او د ځينو کمېټو اړین اسناد تاید سول او غونډه په دعايه سره پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي د مؤسسې علمي شورا د هري میاشتي په وروستۍ نېټه د علمي معاونیت تر چتر لاندي ترسره کیږي او د ځينو مهمو موضوعاتو په اړه پريکړي کوي.

د علمي شورا اووم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22