2023-10-23

د کيفيت لوړاوي د معيارونو اړوند محصلينو تــه سيمينار وړانـــدي سـو

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړیوالو اړيکو څانګي محصلینو ته د حقوقو څانګي د آمر ښاغلي استاد میراحمد رحلت لخوا د کیفیت لوړواوي د معیارونو اړوند سيمينار وړاندي سو.

د یاد سيمينار څخه موخه د کیفیت د لوړاوي برخي سره د محصلینو آشنا کېدل او تر څنګ يې د واضح سوي ۱۱ ګونو معیارونو پېژندل و تر څو ټول محصلین پوهه پکښي ولري.

همدارنګه محصلینو ته د پوهنځی او څانګو لرلید، رسالت، هدف او ارزښتونه هم تکرار سول.

د یادوني وړ ده چي د ظرفيت لوړوني د پلان سره سم دا د پوهاوي سيمینارونه به ټولو محصلینو ته وړاندي سي تر څو ټول د دې اړيني او مهمي برخي سره آشنا سوي وي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۸/۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

د کيفيت لوړاوي د معيارونو اړوند محصلينو  تــه سيمينار وړانـــدي سـو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22