2023-10-25

د پوليو يا ګوزن ناروغي نړيواله ورځ د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول

د اکتوبر ۲۴ مي چي د عقرب میاشتي د دوهمي نېټې سره برابره ده د پوليو نړيوالي ورځي ته ځانګړې سوې ده په همدې موخه نن چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړيکو آمریت د طب پوهنځی سره په ګډه همکاري یاده ورځ د علمي سيمینار په شکل ولمانځل.

په یاده لمانځغونډه کي د طب پوهنځی استاد او ټرينر متخصص ډاکټر هدایت الله حکيمي د پوليو ناروغي پر پېژندنه، عواملو او درملنه بشپړ بحث ګډونوالو ته وکړ

او تر څنګ يې د پولو ناروغي په اړه یو لړ مهمي سپارښتني وړاندي کړئ.

ورپسې د طب پوهنځی رئيس ډاکټر فضل الرحمن حاشر لومړی د ډاکټر صاحب حکيمي څخه مننه وکړل چي پر ياده موضوع يې سيمينار ترتیب کړی و وروسته يې د پوليو پر ناوړه ناروغي باندي د ټولو ګډنوالو څخه وغوښتل چي د پوليو د واکسين څخه په خپلو کورنيو کي ګټه واخلئ او ټولنه ورڅخه باخبره وساتئ تر څو ماشومان د دې ناروغۍ قرباني سوي نه وي.

په یاده لمانځغونډه کي د اداري مسؤلینو او د طب پوهنځی محصلینو ګډون کړی او پر اړوند موضوع يې د استاد ډاکټر حکيمي څخه خپلي پوښتني مطرح کړې چي د استاد لخوا جوابونه ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي د نشر او عامه اړیکو آمریت د داسي مهمو ورځو لمانځنه د ټولني د عامه پوهاي په موخه ترسره کوي تر څو دې ته ورته موضوعاتو څخه ټولنه باخبره پاته سوې وي.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۸/۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

د پوليو يا ګوزن ناروغي نړيواله ورځ  د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22