2023-10-28

د چاپيريال ساتني نړيواله اونۍ د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول

نن شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړيکو آمریت او اقتصاد پوهنځی په ګډه همکاري یاده اونۍ د علمي سيمینار په شکل د اقليم بدلون تر عنوان لاندي ولمانځل.

د لمانځني پيل د قرانکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت کولو سره وسو ورپسې د غونډي د ښه راغلاست وینا علمي مرستيال ډاکټر نور خالق نور وکړل او تر څنګ يې د چاپيريال ساتنه د هر مسلمان دنده او مسؤلیت وګڼئ.

وروسته په یاده لمانځغونډه کي د اقتصاد پوهنځی د چاپيريال ساتني استاد پوهندوی سورګل اعظيمي د اقلیمي بدلون پر پېژندنه، د رامنځته کېدو پر عواملو او تاثيراتو بشپړ بحث ګډونوالو ته وکړ، ښاغلي استاد اعظيمي د اوبو، هوا او د چاپيريال د ککړتیا د مخنيوي پر لارو چارو معلومات او لارښووني وړاندي کړې.

د سيمينار وړاندي کولو وروسته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس محمد واسع صديقي د ښاغلي استاد اعظيمي زیار او هڅي د ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تر دې وړاندي هم د چاپيريال د پاک ساتني په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه او سمینارونه په لاره اچولي دي.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۸/۶

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د چاپيريال ساتني نړيواله اونۍ د علمي سيمينار  په وړاندي کولو سره ولمانځل سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22