2023-10-29

د حقوقي کلينيک پېژندنه او کاري ساحه د استاد دراني لخوا محصلينو ته وړاندي سول

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقو څانګي د اووم سمسټر محصلينو ته د حقوقي کلينيک د آمر او استاد نثار احمد دراني لخوا د حقوقي کلينيک پېژندنه، کاري ساحه، لرلید، رسالت، هدف او ارزښتونه وړاندي سول.

یاد حقوقي کلينيک چي د حقوقو څانګي د محصلينو د عملي زده کړو لپاره ځانګړی سوی او تر څنګ پکښي په وړیا ډول د ټولني حقوقي مشورتي خدمات ترسره کیږي.

د یادوني وړ ده چي د حقوقي کلینیک تر دا مهاله یوه دوره د عملي زده کړو برنامه بشپړه کړې چي دوهمه برنامه به په نږدې ورځو کي پيل سي.

ورځ: یکشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۸/۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د حقوقي کلينيک پېژندنه او کاري ساحه د استاد دراني  لخوا محصلينو ته وړاندي سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22