2023-10-30

د ترکيې هيواد په کوربتوب د امو د سيند د اوبو په اړه د هيوادونو د استازو تر منځ مذاکره ترسره سول

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي محصلينو په سياسي علومو کلب کي د لارښود استاد فرهاد داوري په مرسته د ترکيې هيواد په کوربتوب د امو د سيند د اوبو په اړه د هيوادونو د استازو تر منځ مذاکره ترسره کړل.

یاده مذاکره د ترکيې هیواد په کوربتوب د افغانستان، تاجيکستان، ازبکستان او ترکمنستان لخوا د آمو سيند د اوبو په اړه وه چي د ګډونوالو لخوا پر ذکر سوې موضوع بحثونه وسول.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو کچه زیاته کړي تر څو محصلینو په عملي بڼه ډير څه خپل ذهن ته انتقال کړي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۸/۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د ترکيې هيواد په کوربتوب د امو د سيند د اوبو په اړه  د هيوادونو د استازو تر منځ مذاکره ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22