2023-11-01

د محصلينو او متعلمينو ګډ ساينسي او طبي نندارتون ترسره سو

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه او اميد خصوصي عالي لېسې په ګډه همکاري نن پنج شنبه سهار ساينسي او طبي نندارتون ترتیب سوی و چي پکښي د طب پوهنځی ځوانو محصلینو او تنکیو زده کوونکو خپل علمي تجارب او وړتیاوي ګډونوالو ته وښودلې.

د یاد نندارتون پيل د قرانکریم په مبارکو ایاتونو وسو ورپسې د طب پوهنځی رئيس ډاکټر فضل الرحمن حاشر ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل.

همدارنګه د امید خصوصي عالي لېسې په استازولي انجینر مسعود وردګ وینا وکړل او په یاد ننداتون کي يې د ټولو ګډونوالو د راتګ څخه مننه وکړل.

ورپسې د سوداګړي خوني مرستیال ښاغلي انجنیر عبدالباقي بیناء وینا وکړل او یاد نندارتون يې د محصلینو او زده کوونکو تر منځ یو ښه ګام یاد کړ تر څو زده کوونکو ته د محصلۍ روحیه ورکول سي.

وروسته نندارتون رسماً پيل سو او په نندارتون کي بېلا بېلي تجربې

او طبي اجناس ګډون والو ته ور وپېژندل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د څیړنو، نوښتونو او پرمختیاوو کمیټې تر عنوان لاندي په ټولنه کي د برخي اخیستني په موخه نندارتون، ورکشاپونه، سمینارونه او لنډ مهاله وړیا کورسونه په لاره اچولي دي تر څو د محصلینو تر څنګ په ټولنه کي هم د ظرفیت لوړوني پروسه قوي سوې وي.

د محصلينو او متعلمينو ګډ ساينسي او طبي نندارتون ترسره سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22