2023-11-09

د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې او افغانستان اسلامي بانک تر منځ هوکړه لاسليک سول

په همدې موخه نن پنج شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په عمومي تالار کي پروګرام ترتیب سوی و چي د مؤسسې د رهبري او اداري پلاوي تر څنګ د افغانستان اسلامي بانک (کندهار څانګه) استازي هم ګډون کړی و.

د پروګرام پيل د خدای تعالی د مبارک کلام په تلاوت کولو سره وسو ورپسې میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي یاد پلاوي ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د هوکړه لیک پر ارزښتونو رڼا وچول.

وروسته د افغانستان اسلامي بانک د کندهار څانګي راغلي استازي ښاغلي نورمحمد اغا حقمل لومړی د مؤسسې د رهبري څخه مننه وکړل او بیا يې د بانک پر پېژندنه، خدماتو او ځانګړتیاو رڼا وچول.

د وینا برخي وروسته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس محمد واسع صديقي او د افغانستان اسلامي بانک کندهار څانګي راغلي استازي ښاغلي حقمل صاحب لخوا یاده ترتیب سوې هوکړه لاسلیک سول چي له مخي به يې دواړه نهادونه یو او بل سره ګډي همکاري او د اقتصاد پوهنځی د انټرشيپ په برخه کي همکاري کوي.

هیره دي نه وي چي په پروګرام کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عملي مرستیال، د اقتصاد، حقوق، طب پوهنځيو رئيسانو، د نشراتو او عامه اړيکو آمر اداري مسؤلینو او محصلینو ګډون کړی و.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۸/۱۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د  ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې او افغانستان اسلامي بانک  تر منځ هوکړه لاسليک سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25