2023-11-18

درې نوي طبي لابراتوارونه د محصلينو د عملي کار په موخه پرانيستل سول

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د پرمختيايي پلان له مخي د معالجوي طب پوهنځی د محصلینو د عملي کار په موخه د پتالوژي، هستولوژي او فزیک لابراتوارنو لپاره نوي ودانۍ جوړي او تيره ورځ پنج شنبه ماپښين د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستل سول.

په یادو مراسمو کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس محمد واسع صديقي، مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي، استاد حیات الله رفيقي، ډاکټر اسدالله، پوهاند ډاکټر فضل الهي رحماني، مولوي منیر صاحب، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور او د طب پوهنځی رئيس فضل الرحمن حاشر ګډون کړی و.

د یادوني وړ ده چي د معالجوي طب پوهنځی د محصلینو عملي کار لپاره ځانګړی خصوصي روغتون او شپږ نور طبي لابراتوارونه هم شتون لري چي فعلا د استفادې وړ دي.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۸/۲۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

درې نوي طبي لابراتوارونه د محصلينو د عملي کار په موخه پرانيستل سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25