2023-11-28

د محصلينو د ګروپي کارونو لړۍ دوام لري!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړیکو څانګي د دریم سمسټر د محصلينو د څېړني روشونو مضمون اړوند د مقالې پر چوکارټ او جوړښت د لارښود استاد محب الله هوتک په مرسته ګروپي کار ترسره کړ.

یادو محصلینو د ګروپي کار تر بشپړ کولو وروسته په ترتیب سره خپل ګروپي کار د ټولګیوالو په مخکي وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده چي د محصلینو د ګروپي کارونو لړۍ د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ترڅنګ په اقتصاد پوهنځی کي هم جریان لري چي د استادانو لخوا موضوعات محصلینو ته ورکول کیږي او وروسته محصلین په ګروپي شکل کار پر کوي.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د محصلينو د ګروپي کارونو لړۍ دوام لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22