2023-11-29

د څېړني اړوند د پيل سوي شپږ اونيز ورکشاپ دوهمه اونۍ

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنيز مرکز د پلان سره سم د اداري کارمندانو او استادانو د څېړنيز ظرفيت لوړوني په موخه شپږ اونيز ورکشاپ په لاره اچول سوی دی

چي پرون چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ د یاد ورکشاپ دوهمه اونۍ د استاد میر احمد رحلت لخوا د څېړني پر سريزه، کليدي کلمې او لنډيز باندي بشپړ بحث ترسره سو.

د یاد ورکشاپ د جوړ سوي مهالویش او پلان له مخي په اونۍ کي یوه ورځ نظري برخي ته ځانګړې سوې ده او درې ورځي د عملي کار لپاره خاصي سوي دي.

د یادوني وړ ده چي د یاد ورکشاپ په لومړۍ اونۍ کي د استاد ډاکټر نور خالق نور لخوا ګډونوالو ته د څېړني پر عمومياتو او عنوان بحث ترسره سوی و.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د څېړني اړوند د پيل سوي  شپږ اونيز ورکشاپ دوهمه اونۍ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22