2023-12-02

د معلولينو نړيواله ورځ د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول

د ډسمبر درېیمه یا د قوس میاشتي ۱۲مه نېټه د معلولیت لرونکو کسانو نړیوالي ورځي ته ځانګړې سوې ده، تر څو دولتونه او ملتونه د ټولني د دې مهمي طبقې حقوقو ته پام وکړي.

په همدې موخه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړيکو آمریت او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ګډه همکاري یاده ورځ د استاد احمدالله کريمي په ترتیب سوي سيمينار وړاندي کولو سره ولمانځل.

ښاغلي کريمي صاحب د معلولينو پر پېژندنه بشپړ بحث وکړ

او تر څنګي په اسلامي شريعت او نړيوالو قوانینو کي د معلول پر حقه حقوقو رڼا واچول.

استاد کريمي په خپلو خبرو کي وویل چي د معلولینو سره باید په ټولنه کي ښه چلند وکړو او حقوقو ته یې پوره درناوی وسي.

راځئ چي موږ او تاسو ټول په خپله ټولنه کي معلولينو ته دا ذهنيت او ډاډ ورکړو، چي که يو څوک له جسمي پلوه معلول وي، هغه د خپلي پوهي له لاري په معنوي بڼه پوره کاري وړتیا لري هر څه کولای سي، هيڅکله باید معلولينو ته دا جمله کار نه کړو چي ته معلول يې دا کار یا دنده نه سې کولای او د دې تر څنګ هيڅ وخت معلول ته د معیوب کلمه ونه کارو.

د یادوني وړ چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي داسي ارزښت لرونکي ورځي د مختلفو پرګرامونو په ترتیب کولو سره ولمانځي تر څو ټولنه ورڅخه باخبره پاته سوې وي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۱۳

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د معلولينو نړيواله ورځ د علمي سيمينار  په وړاندي کولو سره ولمانځل سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22