2023-12-08

د مؤسسې نوبتي علمي شورا ترسره سول

نن چهارشنبه د قوس میاشتي پر۱۵مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سول ورپسې علمي مرستیال

ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

ورپسې د اجنډا سره سم د اقتصاد، طب، حقوق او سياسي علومو پوهنځیو د تیرو ربعو

د کړونو راپورونه د مسؤلینو لخوا وړاندي سول

د علمي شورا په لړ کي د اړتیا سره سم پر یو شمېر متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه او خبرې وسوې.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا

ترسره کیږي او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

ورځ: چهار شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۱۵

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د مؤسسې نوبتي علمي شورا ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22