2023-12-11

د فساد سره د مبارې نړيواله ورځ د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول

د ډسمبر نهمه یا د قوس میاشتي ۱۸مه نېټه د فساد سره د مبارې نړیوالي ورځي ته ځانګړې سوې ده، تر څو په هره انساني ټولنه کي د فساد کچه کمه سوې وي.

په همدې موخه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړيکو آمریت او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ګډه همکاري یاده ورځ د استاد میر احمد رحلت په ترتیب سوي سيمينار وړاندي کولو سره ولمانځل.

ښاغلي رحلت صاحب د فساد پر پېژندنه بشپړ بحث وکړ

او تر څنګ يې په اسلامي شريعت او نړيوالو قوانینو کي د فساد پر مخنیوي خبري وکړې.

استاد رحلت په خپلو خبرو کي وویل چي د یوې ټولني د پرمختګ او ترقۍ عمده لامل د فساد سره حقیقي مبارزه ده تر څو هره برخه د فساد څخه خلاصه او خلګ په ډاډه زړه خپله چاري حل کړي.

الله (جل جلاله) فرمایي: (وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ). القرانکریم، سورة البقره، آیت ۸۸. ژباړه: او مه خورئ د یو بل مالونه په خپل منځ کي په ناحقه او ناروا طریقه او مه رسوئ خپل مال تر حاکمانو پوري د دې له پاره چي د خلکو مالونه په ظلم سره تاسي وخورئ او تاسي پوهېږئ چي دا ظلم دئ.

له فساد سره د مبارزې د نړیوالي ورځي په مناسبت راځئ چي د فساد د اصلي لاملونو پر وړاندي په ګډه مبارزه وکړو. دا هغه ورځ ده چي د روڼتیا او حساب ورکوني او له فساد څخه پاکي نړۍ لپاره ټینګ ودریږو. په ګډه موږ کولای سو یو داسي راتلونکی جوړ کړو چي په بشپړتیا او باور پر اساس جوړ سوی وي!

د یادوني وړ چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي داسي ارزښت لرونکي ورځي د مختلفو پرګرامونو په ترتیب کولو سره ولمانځي تر څو ټولنه ورڅخه باخبره پاته سوې وي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۲۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د فساد سره د مبارې نړيواله ورځ  د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22