2023-12-12

د حقوقو څانګي محصلينو په حقوقي کلينيک کي عملي کار ترسره کړ

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقو څانګي محصلينو د لارښود استاد احمد ظفر دراني په مرسته په حقوقي کلينيک کي د جزایی اجراتو اصول مضمون اړوند د دفاع وکالت عملي کار ترسره کړ.

په یاد عملي کار کي محصلينو ته د نظري زده کړي سره سم ټول څه په

عملي ډول وښودل سول تر څو محصلين يې په ښه ډول حفظ او اجراء کړي.

د یادوني وړ ده چي حقوقي کلينيک د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقو څانګي د محصلينو د عملي زده کړي او کار لپاره ځانګړی سوی چي وخت پر وخت پکښي عملي کړني د لارښود استادانو لخوا محصلینو ته ترسره کیږي.

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۲۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د حقوقو څانګي محصلينو په حقوقي کلينيک  کي عملي کار ترسره کړ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22