2023-12-16

د طب پوهنځی محصلينو د سنو فارما دوا جوړوني فابريکې څخه ليدنه وکړل

(علمی سیر/لیدنه)

تیره ورځ پنج شنبه ماپښين ۱۴۰۲/۹/۲۲ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلینو د علمي ليدونو په برخه کي دا ځل د طب پوهنځی محصلینو په کندهار ولایت کي د سنو فارما په نوم د دوا جوړوني فابريکې څخه لیدنه وکړل.

یاده لیدنه د سنو فارما فابريکې د رئيس ښاغلی حاجي احمد سعید صدیق صاحب، د فابریکې د رهبري بورډ غړی ښاغلي حاجي عبدالکریم هوتک او انجنېر محمد شعیب په ملتیاء ترسره سول چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه د طب پوهنځی د محصلینو تر څنګ عمومي رئيس محمد واسع صديقي، د طب پوهنځی رئیس، د نشراتو او عامه اړیکو آمر ګډون درلود.

محصلینو ته د فابریکې د جوړښت او ساختمان تر څنګ د دوا جوړوني د عصري ماشينري په اړه بشپړ معلومات ورکول سول او تر څنګ د هغه دوا نمونې ورته وښودل سوې کوم چي د سنو فارما توليدي فابریکې لخوا جوړي سوي دي.

سنو فارما د دوا جوړوني فابریکه د هیواد په کچه فعالیت کوي چي په مختلفو ولایاتو

کي د فروشاتو څانګي لري همدارنګه یاده فابریکه د ISO / WHO / GMP او حلال نړیوال سازمان سند لرونکې ده او ټولي چاري يې پر نړیوال معیار او ستنډرډ ترتیب سوي دي.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رئيس محمد واسع صديقي د سنو فارما د فابريکي رئيس او ورسره مل پلاوي څخه ځانګړې مننه وکړل چي د دوی محصلینو ته يې د دوا د جوړښت او د فابریکې د ماشینرۍ په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازیتوب ښاغلي صديقي صاحب د سنو فارما فابریکې چاري وستايلې او تر څنګ يې د ټولو هیواد والو څخه غوښتنه ده چي د خپل هیواد او ځان د پرمختګ لپاره د خپلو وطني تولیداتو څخه استفاده وکړئ.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۲۵

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د طب پوهنځی محصلينو د سنو فارما دوا جوړوني فابريکې څخه ليدنه وکړل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22