2023-12-20

ښاغلی عبدالغني حسن د محصلانو چارو مرستيال په حيث معرفي کړل سو

پرون دوشنبه د رواني قوس میاشتي پر ۲۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي او مؤسس ډاکټر صاحب فاروق نعیمي له لوري د محصلانو چارو د معاون په حيث ښاغلی عبدالغني حسن اداري کارمندانو ته معرفي کړل سو چي د معرفت په یادو مراسمو کي د پوهنتون رهبري، اداري مسؤلينو او استادانو ګډون کړی و.

په پيل کي د بشري سرچینو د مدير ښاغلي انجنير اقاء جان له لوري

د حسن صاحب د تقرر مکتوب ټولو حاضرینو ته وویل سو.

همدارنګه عمومي رئيس ښاغلي صديقي لومړی د یاد معاونيت د مخکني معاون ښاغلی انجنير نويد احمد داؤدزی ښه مدیریت او هڅي وستایلې او مننه يې ورڅخه وکړل ورپسې يې ښاغلي حسن ته د یاد بست د مسؤليت سپارلو مبارکي وویل او په کارونو کي یې د لا بریالیتوب هیله وښودل.

حسن صاحب د رهبري او ټولو اداري همکارانو څخه مننه وکړل چي پر دوی يې باور وکړ او دا دروند مسؤلیت يې ورته وسپارئ همدارنګه هیله يې وکړل چي په کارونو کي به ورسره همکاره پاتیږي تر څو د پوهنتون ټاکل سوي اهداف په ښه ډول ترلاسه کړي.

د یادوني وړ ده چي ښاغلي عبدالغني حسن د ماسټري تر کچي زده کړي کړي

همدارنګه په اداري چارو کي زیاته تجربه لري او پر مختلفو اداري بستونو يې کار کړی دی.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۲۸

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

ښاغلی عبدالغني حسن د محصلانو چارو مرستيال په حيث معرفي کړل سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22