2023-12-20

کډوالو نړۍ واله ورځ د علمي سيمينار په وړاندي کولو سره ولمانځل سول

د ډسمبر ۱۸ یا د قوس میاشتي ۲۷مه نېټه د کډوالو نړیوالي ورځي ته ځانګړې سوې ده،

تر څو په هره انساني ټولنه کي د کډوالو ستونزي کمه سوي وي.

په همدې موخه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او عامه اړيکو آمریت او د اقتصاد پوهنځی په ګډه همکاري یاده ورځ د استاد بريالي روحان په ترتیب سوي سيمينار وړاندي کولو سره ولمانځل.

ښاغلي روحان د کډوالو پر پېژندنه بشپړ بحث وکړ

او تر څنګ يې په اسلامي شريعت او نړيوالو قوانینو کي د کډوالو سره پر ښه وضعيت کولو خبري وکړې او تر څنګ د اقتصادي اړخ څخه د یادي برخي پر مرسته کولو لارښووني وکړې.

د یادوني وړ چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي داسي ارزښت لرونکي ورځي د مختلفو پرګرامونو په ترتیب کولو سره ولمانځي تر څو ټولنه ورڅخه باخبره پاته سوې وي.

ورځ: چهار شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۲۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

کډوالو نړۍ واله ورځ د علمي سيمينار  په وړاندي کولو سره ولمانځل سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22