2023-12-21

اداري کارمندانو ته د کتابت او مراسله اړوند يو ورځنی ټرينيګ ورکول سو

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختيايي مرکز د پلان سره سم اداري کارمندانو ته د کتابت او اداري مراسلاتو اړوند یو ورځنی ټرينيګ ترسره سو چي پکښي د پوهنځی رئيسانو، د ادارتو آمرینو او مدیر صاحبانو ګډون کړی و.

یاد ټرینیګ د نشراتو او عامه اړيکو آمر ښاغلي محب الله هوتک لخوا وړاندي کړل لومړی په نظري برخه کي ترتیب سوی معلوماتي پرېزينټېشن ارایه سو ورپسې عملي کار ترسره کړل سو.

همدارنګه اداري کارمندانو ته کتابت او مراسله په بشپړ ډول وښودل سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي د محصلینو او استادانو د ظرفیت لوړوني تر څنګ د اداري کارمندانو په ظرفیت لوړونه کي هم پوره کار وکړي.

ورځ: چهار شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۲۹

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

اداري کارمندانو ته د کتابت او مراسله اړوند  يو ورځنی ټرينيګ ورکول سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22