2023-12-23

د څېړني اړوند د پيل سوي شپږ اونيز ورکشاپ پنځمه اونۍ

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنيز مرکز د پلان سره سم د اداري کارمندانو او استادانو د څېړنيز ظرفيت لوړوني په موخه شپږ اونيز ورکشاپ په لاره اچول سوی دی.

چي تیره چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/٢٩ د یاد ورکشاپ څلورمه اونۍ د استاد پوهنیار استاد ډاکټر مسعود احمد نوشاد لخوا د څېړني د نمونې طرحي پېژندنه، ډولونه او د استعمال پر طریقه یې بشپړ بحث ترسره سو.

د یاد ورکشاپ د جوړ سوي مهالویش او پلان له مخي په اونۍ کي یوه ورځ نظري برخي ته ځانګړې سوې ده او درې ورځي د عملي کار لپاره خاصي سوي دي.

د یادوني وړ ده چي یاد ورکشاپ د څېړني په برخه کي د استادانو

د ظرفیت لوړوني په موخه ترتیب سوی دی.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۰/۲

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د څېړني اړوند د پيل سوي شپږ اونيز ورکشاپ پنځمه اونۍ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22