2024-01-19

د ملي ورزشي جمنازيم سره هوکړه لاسليک سول

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې او ملي ورزشي جمنازيم تر منځ د ګډي همکارۍ هوکړه پرون چهارشنبه د دواړو ادارو د مسؤلینو تر منځ لاسلیک سول.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي د محصلینو د ورزشي فعالیتونو لپاره یاده هوکړه اړینه وګڼل او تر څنګ يې د ټولو ورزشکارانو څخه غوښتنه وکړل چي د همدې هوکړي پر اساس تاسو کولای سئ چي په ۷۵ سلنه تخفیف سره په اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځیو کي لوړي زده کړي وکړئ.

د یادوني وړ ده چي په ورزشي برخه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه ځانګړی مدیریت لري او تر دا مهاله د فوټبال، کرکیټ، سطرنج او فوټسال لوبډلي لري چي وخت پر وخت لوبي کوي.

د ملي ورزشي جمنازيم سره هوکړه لاسليک سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22