2024-01-13

د اطلاعات او فرهنګ رياست سره د (۵۰) تحصيلي سکالرشيپونو هوکړه لاسليک سول!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست ته د راتلوونکي ۲۶ دور کانکور لپاره په ۷۵٪ سلنه تخفيف (۵۰) تحصيلي سکالرشيپونه ور کړل.

د دغه سکالرشيپونو هوکړه ليک نن د کندهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کي د دغه رياست د رئيس محترم مولوي انعام الله سمنګاني او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئيس محمد واسع صديقي تر منځ لاسليک سو.

د مراسمو پر مهال د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د سکالرشيپونو له ورکړي څخه مننه وکړه، وې ويل هغه ځوانان به میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ته د تحصيلاتو لپاره معرفي کړي، چي شرائط ئې پوره او د تخفيف لپاره مستحق وي.

همدارنګه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل چي د ځوانانو لپاره په (اقتصاد پوهنځی، حقوقو څانګه او سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګه کي د ۷۵ سلنه تخفیف) د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

هيله ده چي علاقمند اشخاص ور څخه ښه استفاده وکړي.

د يادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په لوړو تخفیفونو سره تر دې دمه سلګونو غریب ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړې ده.

او د ۲۶ دور کانکور ازموینه به يې د دلوي میاشتي پر ۵ پنځمه نېټه واخيستل سي

چي فعلا يې د نوم ليکني لړۍ جریان لري.

د اطلاعات او فرهنګ رياست سره د (۵۰) تحصيلي سکالرشيپونو هوکړه لاسليک سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22