2024-01-03

د سمسترونو د نهايي ازموينو لړۍ جريان لري!

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځیو د سمسترونو د نهايي ازموينو لړۍ د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیک تقویم او د امتحاناتو کمېټې د پریکړي سره سم جریان لري.

د ازمویني کمېټې پلاوي چي مشري يې عمومي رئيس محمد واسع صديقي کوي

وخت پر وخت د محصلینو د ازموینو د صحنو څخه نظارت ترسره کوي او تر څنګ د استاد لخوا ترتیب سوي پوښتنپاڼي کتل کیږي چي د ازمویني د لایحې مطابق باید جوړي وي.

د یادوني وړ ده چي محصلینو ته د ازمویني ورکولو لپاره پوره وخت ورکول کیږي

او تر څنګ ازموینه د امتحانانو د لایحې مطابق اخیستل کیږي.

ورځ: پنج شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۲۱

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د سمسترونو د نهايي ازموينو لړۍ جريان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22