2024-01-24

ځوان ډاکټر صاحبان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول

د روان کال دلوي میاشتي پر دریمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی څخه د څوارلسمي دورې د هیواد د بیلابیل ولایتونو اتیا تنه ځوانان فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول.

په غونډه کي د میرویس نیکه تعليمي او تحصیلي ګروپ عمومي رئیس ډاکټر فاروق نعیمي، د رهبري غړي، استادانو، د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي الوصال صاحب، علماء کرامو، د ښار مخورو سپین ږیرو او د فارغانو والدینو ګډون کړی وو.

د غونډي پرانيسته وینا ښاغلي ډاکټر نعیمي وکړل او د ښه راغلاست تر څنګ یې ټولو فارغینو او د دوی کورنیو ته مبارکي وویل، ډاکټر صاحب د میرویس نیکه تعليمي او تحصیلي ګروپ پر ټولو خدماتو رڼا واچول او هیله یې وښودل چي درانه هیوادوال زموږ د ټولو خدماتو او اسانتیاو څخه په ښه ډول استفاده وکړي.

د معالجوي طب پوهنځی رئیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر په خپله وینا کي د هیواد روغتیایی وضعیت ته اشاره وکړل او هیله یې وښودل چي فارغان به یې په روغتیایي برخه کي د خدمت مصدر وګرځي، د وینا په یوه برخه کي یې خپلو تازه فارغینو ته لوړه ورکړل، تر څو په خپل مسلک کي صادقانه خدمت وکړي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي سمنګانو په خپلو خبرو کي خوښي وښودل چي میرویس نیکه پوهنتون هیوادوالو ته په تحصیلي برخو کي غوره خدمات وړاندي کوي، سمنګاني صاحب زیاته کړل چي زده کړي د اوس عصر مهمه اړتیا ده او په دغه برخه کي باید درانه هیوادوال پوره توجه وکړي.

د فارغانو په استازولي ډاکټر ضیاءالحق وجدان د میرویس نیکه پوهنتون د تدریسي او اداري خدمتونه څخه مننه وکړل او ژمنه یې وکړل چي په خپل مسلک کي به په پوره اخلاص سره کار کوي.

د والدینو په نماینده ګي حاجي نورمحمد نور په وینا کي د جنوب زون په کچه د میرویس نیکه پوهنتون څخه خاصه مننه وکړل او خوښي یې وښودل چي اولادونه یې د کمال درجې ته رسیدلي او هیله یې څرګنده کړل چي ټول پلارونه په خپلو اولادونو دیني او عصري زده کړي وکړي.

په غونډه کي ممتاز محصلان تقدیر سول او د غونډي تنظم کوونکو

ته هم مننلیکونه ورکول سول.

د غونډي په وروستۍ برخه کي هر فارغ تحصیل محصل ته د فراغت سند وسپارل سو.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه پوهنتون په خپل دولسم تحصیلي مزل کي نن د څوارلسمي دورې فارغین ټولني ته وړاندي کړل.

هیره دي نه وي چي د همدې میاشتي پر ۱۳مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي کانکور ازموینه اخيستل کیږي چي فعلا يې د نوم لیکني لړۍ د لاندي پوهنځيو لپاره جریان لري لکه معالجوي طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علوم

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۴

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

ځوان ډاکټر صاحبان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22