2024-01-24

د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت لوړاوي اړوند بازديد پلاوي ارزونه ترسره کړل

پرون سه‌ شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ د مرکز کابل څخه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د پلان سره سم د درېیمي مرحلي د اعتبار ورکولو څخه مخکي د بازدید په موخه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معاونیتونو، پوهنځیو، څانګو، آمریتونو او مرکزونو ارزونه د ټاکل سوي کاري ټیم هر یو محترم پوهاند محمد يونس اميني، محترم پوهنمل محمد حسين احمدزی او محترم پوهنيار زبیر اعظمي لخوا ترسره سول.

په پيل کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي تعرفي ناسته وسول او د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر فاروق نعیمي یاد پلاوي ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي محمد واسع صديقي د مؤسسې پر هر اړخیزه پيژندنه رڼا واچول او تر څنګ يې د ترسره سوي خدماتو په اړه اړین معلومات په ترتیب سوي پرزینټيشن کي ګډونوالو ته وړاندي کړل.

د راغلي هیئت په استازیتوب محترم پوهاند محمد يوسف اميني خبري وکړي

ښاغلي اميني په خپلو خبرو کي وويل چي ارزونه د معیار د لاښه تطبیق په موخه ترسره کیږي تر څو هر نهاد پرمختګ وکړي او زموږ موخه د تحصیلي بنسټونو پرمختګ او دوی ته اعتبار ورکول دي.

تر غونډي وروسته یاد هیئت د کیفیت لوړاوي آمریت ته تشریف یووړ او هلته یې د خپل چک لېست مطابق د مؤسسې، طب پوهنځی، اقتصاد پوهنځی، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی، مالي – اداري چارو معاونیت، محصلانو چارو معاونیت، څېړنیز مرکز، مشورې ورکولو مرکز، مسلکي پرمختیايي مرکز، دعوت او ارشاد آمریت، کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي مرکز، نشراتو او عامه اړیکو آمریت، لابراتوارونه، حقوقي کلینیک، سياسي علومو کلب، اصلي او فرعي کمېټو موارد وکتل او نمري یې ورکړې.

په وروستۍ برخه کي يې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی لپاره ځانګړي سوي میرویس نیکه تدريسي روغتون څخه لیدنه او نظارت وکړ.

ياد پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ټول کاري ټیم څخه مننه وکړل او تر څنګ يې د مؤسسينو څخه خوښي ښکاره کړل چي د ټولني د ځوانانو د مسلکي روزني لپاره يې معیاري امکانات برابر کړي دي تر څو تدريس په ښه ډول تر محصلینو انتقال سوی وي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي دوې مرحلې په پوره بریا سره بشپړي کړي او دا مهال د دریمي مرحلې لپاره کانديد ده.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۴

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت لوړاوي اړوند  بازديد پلاوي ارزونه ترسره کړل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22