2024-02-27

مولانا جلال الدين بلخي لېسې ته د تخفيف سکالرشيپونه ورکول سول!

یاده هوکړه تیره چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي د محصلانو چارو معاون ښاغلي عبدالغني حسن او د مولانا جلال الدين بلخي عالي لېسې مؤسس او آمر ښاغلي بشير احمد بشرمل تر منځ لاسلیک سول.

چي د همدې هوکړي پر اساس میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې یادي لېسې ته

د ۲۶ دورې کانکور لپاره ۲۰ سکالرشيپونه په ۷۵ سلنه تخفیف سره د غریبو ځوانانو لپاره ورکړل همدارنګه د یادي ادارې سره د ظرفیت لوړوني په برخه کي د سيمينارونو او ورکشاپونو د لاري همکاره پاتيدل مهم ټکي وه.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د هیواد تر څنګ

د نړیوالو علمي نهادونو سره هم د ګډي همکارۍ هوکړي لاسلیک کړي دي.

ورځ: شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۷

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

مولانا جلال الدين بلخي لېسې ته د تخفيف سکالرشيپونه ورکول سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22