2024-01-29

د علمي شورا لسم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!

د روان ۱۴۰۲ کال د ۱۱ مياشتي پر ۷مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سول ورپسې علمي مرستیال

ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

وروسته د اجنډا سره سم د پوهنځیو د نوي سمسټر د تدريسي بهیر پر پيلېدو بحث وکړ

او د پوهنځیو مسؤلینو يې په اړه د غونډي ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

همدارنګه د محصلینو او استادانو لپاره د ځينو ورکشاپونو، سیمنارونو

او ځانګړو مناظرو پر پلان خبرې وسوې، تر څو په نوي سمسټر کي یاد پلان تطبیق او بشپړ کړل سي.

د علمي شورا په لړ کي د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه او خبرې وسوې.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي

او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴۰۲/۱۱/۱۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د علمي شورا لسم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22